پنجشنبه , مارچ 4 2021
کور / خبرونه / بين المللي / څلور اوکرایني عسکر وژل شوي دي

څلور اوکرایني عسکر وژل شوي دي

د اوکراین دفاع وزارت وایي، د یاد هېواد په ختیځ کې له بیلتون غوښتونکو سره نښته کې درې اوکرایني عکسر وژل شوي دي. د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې بیلتون غوښتونکو په تېرو څلوریشتو ساعتونو کې د اوربند له هوکړې ۳۷ ځله تیری کړی او د دولتي عسکرو سیمو ته یې لاسي بمونه غورځولي دي. د سرچینې په خبره بیلتون غوښتونکو دغه راز د هاوان مرمۍ ویشتي او د سپکو وسلو ډزې یې کړې دي. د خبرپاڼې له مخې په یادو نښتو کې دوه بیلتون غوښتونکي وژل شوي او شپږ نور ټپیان دي. په ورته وخت کې بیلتون غوښتونکي بیا وایي، چې دولتي ځواکونو د اوربند پر هوکړه ۳۳ ځله تیری کړی او د دوی خوا ته یې ګڼ راکټونه توغولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *