پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / افغانستان / څوک چې افغانیت او اسلامیت نه مني هغوی ته دلته ځای نشته

څوک چې افغانیت او اسلامیت نه مني هغوی ته دلته ځای نشته

د افغانانو بریا ددوی په یووالي کې ده. افغان ولسمشر اشرف غني نن په ارګ کې د سلواغې د ۲۶مې په مناسبت په جوړو شوو مراسمو کې د وینا پر مهال وویل، ځینې کړۍ وايي چې افغانان یو ملت نه دی او دوی د واحد ملت په حیث د یو بل تر څنګ ژوند نه شي کولی. نوموړي دغو څرګندونو ته په اشارې وویل، افغانانو پېړۍ پېړۍ د یوه ملت په توګه د یو بل تر څنګ ژوند کړی دی او لا به هم خپل دغه تاریخي ژوند ته د یووالي په فضا کې ادامه ورکوي. هغه د روسانو پر وړاندې د افغانانو جهاد ملي ارزښت وباله او په وینا یې هغه کسان چې دا مسئله د یوه ملي ارزښت په توګه نه مني له افغانیت او اسلامیت وتلي او څوک چې له اسلامیت او افغانیت وتلي وي دلته یې ځای نه شته دی. ولسمشر همدا راز وویل، چې افغانستان یو مستقل هېواد دی، قوي ملت لري او د هېچا تر اغېز لاندې نه دی. ولسمشر په خپلو خبرو کې د شفافو ټاکنو پر تر سره کولو هم ټينګار وکړ. دده په خبره ددې پلوی نه دی او نه یې غواړي چې په قدرت کې پاتې شي او په خبره یې اساسي قانون ددې هر څه لپاره کرښې واضح کړې دي. هغه له ټولو هېوادوالو او سیاسي جریانونو وغوښتل چې د شفافو ټاکنو په ترسره کولو کې ورسره مرسته او همکاري وکړي. ولسمشر غني یو ځل بیا د امنیتي ځواکونو سرښندنې وستایلي او دوی یې رښتیني اتلان وبلل.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: