دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / څو چې افغانستان امن نه وي ټاکنې سمې نه شي ترسره کېدلی

څو چې افغانستان امن نه وي ټاکنې سمې نه شي ترسره کېدلی

د ملګرو ملتونو سرمنشي يو ځل بيا د افغان حکومت او وسله والو طالبانو تر منځ د سولې پر خبرو ټينګار کړى دى. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونيو ګوترش دغه څرګندونې پرون دامريکا په نيويارک ښار کې د يوې خبري غونډې پر مهال کړې دي. نوموړي هيله څرګنده کړې چې ډېر ژر به د سولې دغو خبرو اترو ته فضا برابره او په پايله کې برياليتوب ته ورسېږي. خو د ملګرو ملتونو سرمنشي زياته کړې چې دغه کار به سخت او ستونزمن وي، خو د سولې لپاره يواځينۍ د حل لاره خبرې اترې دي. ګوترش وايي، څو پورې چې هلته امنيت نه وي، ټاکنې په سمه توګه نه شي تر سره کېداى. نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کړې دي، چې ټاکل شوې ده ولسمشر غني راتلونکې اوونۍ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ ته وينا وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *