پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / څيړنې خايي چي پاکستانې طالبان دپاکستان لپاره ستر خطر دي

څيړنې خايي چي پاکستانې طالبان دپاکستان لپاره ستر خطر دي

راپورونه ښيي چې په پاکستان کې د داعش ډلې فعالیتونه زیات شوي دي. ښايي د داعش فعالیتونو په پاکستان کې د ترهگرۍ ضد جگړه لا نوره پیچلې کړي. په پاکستان کې یو ازاد څیړنیز مرکز چې د سولې مطالعاتي مرکز نومیږي په خپل کلني راپور کې لیکي چې په ٢٠١٧ کال کې ٣٧٠ وسله وال بریدونه شوي. په دغو بریدونو کې ٨١٥ کسان وژل شوي او تر ١٧٠٠ زیات زخمیان شوي دي. دغه راپور وایي چې په دغو بریدونو کې د خلکو په وژل کیدو کې د تیر کال په پرتله ١٠ فیصده کمښت او په بریدونو کې ١٦ فیصده کمښت راغلی. د راپور له مخې ددې بریدونو ۵۸ سلنه پاکستاني طالبانو تر سره کړي دي. سرچینه زیاتوي چې دداعش فعالیتونه ډېر شوي، خو تر څنګ یې پاکستاني طالبان هم د پاکستان لپاره ستر خطر دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *