پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / څېړنې ښيي؛ کندوز کې تر ۲۵۰ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

څېړنې ښيي؛ کندوز کې تر ۲۵۰ډېرو ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

کندوز کې د شوي هوایي برید حقیقت موندونکي پلاوي مشر د سیمې د اوسېدونکو له خولې ویلي، په دشت ارچي ولسوالۍ کې د دستار بندۍ پر مراسمو برید شوی دی او د پیښې قربانیان ټول ملکي وګړي دي. خو د هېواد د دفاع وزارت که څه هم د ملکي وګړو مرګ ژوبله نه ردوي خو وايي، چې په برید کې یې د وسله والو طالبانو د کوټې شورا د مهمو مشرانو په ګډون بهرني وسله وال هم وژلي دي. د یاد وزارت ویاند محمد راد منش وايي، له هوايي برید وروسته د وسله والو طالبانو په برید کې ولس ته مرګ ژوبله اوښتې ده. خو وسلوال طالبان بیا وایي چې په دغه برید کې یې ملګرو ته هیڅ زیان نه دی رسېدلی. په ورته وخت کې د پېښې سیمې ته د وسله والو طالبانو په مرسته د تللی مطبوعاتي ټیم څېړنې ښيي چې برید پر یوې مدرسې شوی او پکې شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل شوي او تر ۱۵۰ ډېر نور ټپیان شوي دي، د دوی په خبره څېړنې یې لا بشپړې شوې نه دي او تر اوسه یې لا د وژل شویو طالبانو کومه نښه نښانه نه ده لیدلې، خو د عیني شاهدانو له خولې، چې وایي الوتکې درې بمونه غورځولي، یو یې ۱۰۰ متره لرې دوهم په همدې مدرسه او دریم هغه یې پر یوه کوچني کور لګېدلی دی. عیني شاهدان وایي چې په مدرسه کې طالبان نه وو خو د نورو سیمو په اړه یې بیا خبري ښودلې. ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې د دوی څېړنې لا بشپړې شوې نه دي او ژر به خپلې موندنې له رسنیو سره شریکې کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *