جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / چارواکي: داعش جنګیالي له ډېرو پیسو سره کونړ او نورستان ته تللي دي

چارواکي: داعش جنګیالي له ډېرو پیسو سره کونړ او نورستان ته تللي دي

داعش جنګیالي له زیاتو پیسو سره کونړ او نورستان ته تللي او د ځینو کسانو په لاس یې جلب وحذب پیل کړی. په خیتځ کې د سیلاب قول اردو قوماندان وايي، چې داعش ډلې یو شمیر مشخص خلک په کونړ او نورستان ولایتونو کې ګومارلي، د دغې ډلې د پياوړتیا په هدف ترې کار اخلي او د همدې کسانو په وسیله جلب او جذب کوي. جنرال زمان وزیري د داعش ډلې په له منځه وړلو کې له ولس د همکارۍ او سلا مشورو غوښتنه کوي. د سېلاب قول اردو قوماندان د امنیتي ځواکونو په لیکو کې موجودو نیمګړتیاوو ته اشاره کړې او وایي، چې ډېر وخت همدغه نیمګړتیاوې د ځینو پوستو د سقوط سبب کیږي. په خیتځ کې د سیلاب قول اردو قوماندان په کونړ او نورستان کې د داعش ډلې له جلب او جذب داسې مهال خبر ورکوي چې له دې وړاندې د ملي شورا ځینو غړو هم ویلي وو، داعش ډله غواړي چې کونړ او نورستان ولایتونو کې خپل دایمي مرکزونه جوړ کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: