یکشنبه , مارچ 7 2021
کور / خبرونه / افغانستان / چارواکي: د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ ته تازه دمې سرتېري رسېدلي دي

چارواکي: د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ ته تازه دمې سرتېري رسېدلي دي

د خوست ځاځي میدان ولسوالۍ ته تازه دمې سرتېري رسېدلي دي. چارواکي وایي دا ځواکونه یې د پاکستاني پوځ بریدونو ته د ځواب ویلو لپاره هلته لېږلي دي. د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ د خوست د ځاځي میدان ولسوالۍ خلک هم د خپلو امنیتي ځواکونو سره یو ځای د هېواد له ارضي تمامیت نه د دفاع په موخه د جګړې لومړۍ کرښې ته تللي دي. په ورته وخت کې د خوست سیمه ییز چارواکي وایي، چې ډیورنډ کرښې ته څېرمه د ځاځي میدان ولسوالۍ په مربوطاتو کې د نښتې په ترڅ کې تر اوسه څلور پاکستاني پوځیان وژل شوي درې ټپیان دي او څلور نور یې ژوندي نیول شوي دي. یوې امنیتي سرچینې ویلي، چې د نښتې په ترڅ کې له افغان لوري هم یو تن شهید شوی او دوه نور ټپیان دي. پاکستان بیا ویلي چې په دې جګړه کې یې دوه پوځیان وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي. نښته هغه مهال پیل شوه کله چې پاکستاني پوځیانو غوښتل له ډیورنډ کرښې دې غاړې ته پرمختګ وکړي، خو د افغان ځواکونو له مقاومت سره مخ شول.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *