د ولسمشرۍ ماڼۍ ویاند هارون چخانسوري وویل، هغه ادعاوې چې ویل کېږي حکومت په جوزجان کې داعشیان له وسله والو طالبانو ژغورلي دي په ټولیزه توګه بې بنسټه دي. هغه وویل چې حکومت ټولو جنګي قوانینو ته درناوی لري او تسلیم شويو داعش جنګیالیو سره به د قانون په رڼا کې چلند وشي. چخانسوري زیاته کړه چې په شمال کې د داعش ډلې رهبري د دولتي ځواکونو لخوا له منځه تللې او ټیټ پوړي کسان یې حکومت ته تسلیم شوي دي. نوموړي هغه ادعاوې په کلکه رد کړې، چې ګوندې حکومت په جوزجان کې تسلیم شوي کسان ژغورلي دي. د نوموړي په خبره په دې تړاو شوې ادعاوې بې بنسټه دي، افغان حکومت د ښه او بد ترهګر په نوم کوم څه نه پېژني او د ټولو پر وړاندې کلکه او بې توپیره مبارزه کوي. هغه د خپلو خبرو پر دوام وویل، چې په جوزجان کې له تسلیم شويو داعشیانو سره به قانوني چلند وشي.
