د نوموړي په خبره په قبايلي سیمو کې بې کاغذه ګاډي (نان کسټم پېډ ګاډي) به تر ۲۰۲۳ کاله رجسټروي.
”زموږ دوه صوبايي قبايلي او نيمه قبايلي سيمو کې د هېواد د نورو برخو پشان قوانين نه عملي کېږي. زموږ په دغو قبايلي علاقو کې د ټيکس قوانين تر پېنځو کلونو پوري درولي دي. د دغه سيمو مالیه [ټېکس] مو بښلی دی، او موږ پرېکړه کړې چې دا به دوام لري. په قبايلي علاقو کې د بې کاغذونو ګاډو چلولو اجازت دی او دا به هم دوام لري. خو دا ګاډې بايد د ۲۰۲۳ز کال تر جون مياشتې رجسټر کړل شي.”
فواد چودري وويل چې په قبايلي علاقو کې به سېلز ټېکس، هولوډنګ ټېکس او انکم ټېکس به نه وي.
نوموړي دا خبره په داسې حال کې د قبایلي سیمو د اصلاحاتو لپاره د مسلم لیګ ن مخکيني حکومت د سرتاج عزیز په مشرۍ یوه کمېټۍ جوړه کړې وه چې د فاټا له ځینو سیمو یې د خپلو غونډو پر مهال سپارښتنې راټولې کړې وې او د هغه وخت وزیراعظم نواز شریف ته وړاندې کړې چې وروستو يې پارلېمان هم منظوري ورکړه. د دې وروسته قبايلي علاقي په خيبر پښتونخوا کې ضم کړل شوي.
د مولانا فضل الرحمن په مشرۍ جمعیت علمای اسلام او د محمود خان اڅکزي ګوند پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ د دغه بهیر مخالف ول او غوښتنه یې وه چې تر ګډېدو مخکې دې د فاټا له ولسه ټولپوښتنه وشي.