چهارشنبه , اپریل 21 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / پاکستان / چين او ترکيې د امريکا او پاکستان تر منځ تازه ناندريو کې د پاکستان پلوي کړې

چين او ترکيې د امريکا او پاکستان تر منځ تازه ناندريو کې د پاکستان پلوي کړې

چين او ترکيې د امريکا او پاکستان تر منځ تازه ناندريو کې د پاکستان پلوي کړې او څرګنده کړې يې ده، چې دې هېواد ترهګرۍ سره مبارزه کې ډېرې قربانۍ ورکړي دي.

د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند ګېنګ شوانګ نن د يوې خبري غونډې پر مهال ويلي دي، چې پاکستان ترهګرۍ سره د مبارزې برخه کې پاموړ هلې ځلې کړي او ستره قرباني يې ورکړې ده.

هغه له نړيوالې ټولنې غوښتنه کړې ده، چې بايد دې برخه کې د پاکستان د قربانيو قدر وکړي او په کمه ورته ونه ګوري.

شوانګ وویل: «پاکستان ترهګرۍ سره مبارزه کې د نړيوالې ټولنې فعال غړيتوب لري». هغه له پاکستانه وغوښتل چې سيمه‌ييزې سولې او ثبات رامنځته کولو کې دې له نورو هېوادونو سره په متقابل احترام ولاړه همکاري وکړي؛ «چين د دې ډول همکارۍ هرکلی کوي».

د ترکيې ولمسشر رجب طيب اردګان هم څو ورځې وړاندې ورته څرګندونې وکړې او پاکستان يې ترهګرۍ سره مبارزه کې فعال هېواد ياد کړ.

دا وروسته له هغه دي، چې امريکايي ولسمشر ډونالډ ټرمپ د نوي زېږديز کال په لومړۍ ورځ د ټويټر له لارې پاکستان يو ځل بيا ترهګرو سره په همکارۍ تورن کړ او خپل پخواني مشران يې له دې امله احمقان وبلل، چې پاکستان ته يې هيڅ په هيڅه ملياردونه ډالر ورکړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *