سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / چین هم د وسلوالو طالبانوسره اړیکې لرې

چین هم د وسلوالو طالبانوسره اړیکې لرې

په پاکستان کې د چین سفیر یاو جینګ وايي، چین پر افغان طالبانو نفوذ نه لري، خو په وینا یې اړیکي یې ورسره شته او په دې اړیکو کې يې تل له افغان دولت سره د خبرو لپاره هڅولي دي. یاو جینګ زیاتوي، دوی په قطر کې د طالبانو له سیاسي دفتر سره اړیکي لري او تل یې هغوی ته له افغان دولت سره د روغې، جوړې ویلي، خو په خبره یې دومره نفوذ يې پرې نه شته، چې د روغې جوړې خبرو ته یې اړ کړي. د چین سفیر وايي، په کابل کې د ترهګرۍ اوسنیو پېښو دردولی او زیاتوي، ترهګري یوازې د افغانستان لپاره نه، بلکې د پاکستان او ټولې سیمې لپاره لوی خطر دی، ځکه يې باید پر ضد ټول سره یو موټی شي. جینګ د چین او پاکستان اقتصادي دهلیز په تړاو وویل، دغه لار به نه یوازې تر افغانستان پورې رسېږي، بلکې ورسره به د سیمې نورو هېوادونو ته هم وغځول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: