پنجشنبه , نوومبر 26 2020
کور / خبرونه / چین په مذهبي زده کړواوجوماتونو ته په تګ بند یز لګولي

چین په مذهبي زده کړواوجوماتونو ته په تګ بند یز لګولي

 

د چین په شمال لویديځ اکثریت مسلمانه سیمه کې مسلمانو زده کوونکو ته ویل شوي چې ژمنیو رخصتیو کې جوماتونو ته لاړ نه شي.

یوې نیمه حکومتي رسنۍ ګلوبل ټایمز د ګانسو ایالت د ګوانګي د ښوونیزې ادارې له قوله لیکلي چې کوچنیان باید مذهبي ځایونو ته و نه لېږل شي. یوه چینايي پروفیسر ویلي، د حکومت دغه پرېکړه ځکه سمه ده چې د حکومتي پالیسۍ له مخې زده کړې او مذهب باید سره جلا وي.

د حکومت دغه اعلامیه د لومړنیو، منځنيو او عالي زده کړو مرکزونو او همداراز وړکتونونو ته استول شوې ده. یاده سیمه کې شاوخوا دوه نیم لکه مسلمانان اوسېږي.

په ۲۰۱۶ ز کال کې د ګانسو ایالت ښوونیزې ادارې وویل چې په ښوونځیو کې مذهبي زده کړې منع دي. پخوانۍ خبره اوس بیا ځکه تکرار شوې چې د یوه وړکتون یوه ماشومه په ویډيو کې د قران شریف په تلاوت لیدل شوې ده.

چین چې حکومت يې په هېڅ مذهب باور نه لري، مذهبي زده کړو او مذهبي ودانيو جوړولو ته په کې په اسانه اجازه نه ورکول کېږي. څو اوونۍ وړاندې حکومتي چارواکو یوه لویه کلیسا چې پنځوس زره عیسویانو په کې عبادت کاوه، ویجاړه کړه.

 

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: