چهارشنبه , دسمبر 2 2020
کور / خبرونه / افغانستان / چین ژمنه وکړه چې پاکستان به ترهګرۍ سره مبارزې ته وهڅوو

چین ژمنه وکړه چې پاکستان به ترهګرۍ سره مبارزې ته وهڅوو

د ملي امنيت سلاکار له چين څخه وغوښتل چې پاکستان له ترهګرۍ سره رښتينې مبارزې او همکاريو ته وهڅوي. له بلې خوا چين بيا وايي، هڅه به وکړي، پاکستان له افغانستان سره رښتينې همکارۍ ته چمتو کړي. د ملي امنیت شورا له دفتره په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې نوموړي دغه خبرې نن په کابل کې د چين له نوي سفير ليو جينسونګ سره په کتنه کې وکړې. ده زیاته کړه، په سیمه کې د ګډ دښمن د ځپلو لپاره د مشترکې ستراتیژۍ د رامنځته کېدو اړتیا ده او له چین څخه یې وغوښتل، څو پاکستان له ترهګرۍ سره صادقانه مبارزې او همکاریو ته وهڅوي. نوموړي د افغانستان، چین او پاکستان ترمنځ د درې اړخیزو ناستو دوام ګټور وباله او زیاته یې کړه، چې هېواد به یې هڅه وکړي، چې پاکستان له افغانستان سره رښتونې همکارۍ ته چمتو کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: