د چاودنې په پایله کې د مرګ ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړل شوی خو د ښار اوسیدونکي یې د امنیت په اړه اندیښمن کړي دي.
د بیجینګ پولیسو یو ۲۶ کلن کس د دغې چاودنې په تور نیولی او څیړنې ترې روانې دي.
تر اوسه د چاودنې د ډول او د برید د موخې په اړه هم څه ندي ویلي شوي.
بیجینګ کې د امریکا سفارت داسې مهال په نښه کیږي چې د دواړو هیوادونو ترمنځ په دې وروستیو کې د اقتصادي تعرفو پر سر کړکیچونو زور اخیستی دی.
چین پر واشنګټن تور پورې کوي چې غواړي له چین سره سوداګریزه جګړه پیل کړي.