په چیچنیا کې د هلیکوپټر د را نسکورېدو په پیښه کې ۶ کسان وژل شوي دي. د راپورونو له مخې دا هلیکوپټر د ګُرجستان پولې ته نېږدې غورځېدلی دی. د چچنیا مشر رمضان قادروف وویل، دا هلیکوپټر د چچنیا د سرحدي ساتونکو وه او د هوا خرابوالی ښايي د دې پېښې د غورځېدو اصلي لامل واوسي. روغتیايي چارواکو بیا ویلي چې د پېښې له ځایه یو تن ژوندی ژغورل شوی دی.
