سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / پښتو ادب / {چې ګڼو ږیرو او کږو پګړو ګټلی نه وي} {په جینۍ مخو د سنګر ساتنه نشي کېدای}

{چې ګڼو ږیرو او کږو پګړو ګټلی نه وي} {په جینۍ مخو د سنګر ساتنه نشي کېدای}

ولس خاین شو د رهبر ساتنه نشي کېدای
سفره! نور د همسفر ساتنه نشي کېدای

د ورځې څو ډوله پټۍ کړمه راتاوې له زړه
بس خو له ما یې مازیګر ساتنه نشي کېدای

چې ګڼو ږیرو او کږو پګړو ګټلی نه وي
په جینۍ مخو د سنګر ساتنه نشي کېدای

مېلمه حجره لرم، پښتون یم، خو پردی وطن دی
د شپې چاپې وی نو د سر ساتنه نه شی کېدای

ښار کې د غرب دیموکراسي ده خلک لوڅ ګرځېږي
ښار کې د سترګو د نظر ساتنه نشي کېدای

دا یې درمل، دا یې سکون، همدا یې روح د ژوندون
بې ستا له یاده د ځیګر ساتنه نشي کېدای

ورته مې وویل! د سر پنا دې چم ته دروړم
ویل یې سمه ده مګر ساتنه نشي کېدای

د غزل توري د عزام دي مهاجر له کلي
پکې د ذوق او د هنر ساتنه نشي کېدای

ـــــــــــــــــــــ
شاعر عزام (ساپي) نه په مننه سره!

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: