یکشنبه , اکتوبر 25 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ډاکتر عبدالله: ځوانانو ته کار پیدا کول د دولت کار دی

ډاکتر عبدالله: ځوانانو ته کار پیدا کول د دولت کار دی

د ملي يووالي حکومت اجراييه رييس نن په کابل کې د ځوانانو او کار پيدا کېدو کمېټې په ناسته کې وويل چې د کار ي زمينې رامنځ ته کېدل او د وزګارۍ کمېدل، د حکومت په لومړيتوب کې ځای لري، خو دا کار د کورنيو او نړيوالو بنسټونو له فعالې ونډې پرته، نا شونی دی.

ياد شوې کمېټه د ۱۳۹۶کال په زمري مياشت کې رامنځ ته شوه او د ځوانانو لپاره د حکومت د اجراييه رييس تر رياست او نېغ په نېغه څارنې لاندې کار کوي.

د اجراييه رياست د مطبوعاتي دفتر له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالله عبدالله د يادې کمېټې په نننۍ ناسته کې، ددولتي بنسټونو، مدني ټولنې، خصوصي سکتور او نړيوالو سازمانونو ترمنځ د ګډ کار پر اړتيا په ټينګار سره وويل چې تر ټولو مهمه موخه، د ځوانانو لپاره د کار کسب رامنځ ته کول دي.

هغه زياته کړه:” د شمېرو له مخې، ۲۷سلنه وزګار کسان لرو او هر کال ۴۰۰زره نور کسان هم د کار بازار ته داخلېږي، نو ځکه کار کسب پيدا کېدل په لومړيتوب کې ځای لري او د حکومت تر ټولو مهمه موخه ده.”

د کار او ټولنيزو چارو وزارت د معلوماتو له مخې،په هېواد کې له ۸.۵ميليون د کار پر شرايطو برابر ځواک په ګډون، يو ميليون،۹۰۰زره تنه وزګار او يو ميليون،۴۰۰زره تنه کم کار لري.

د کار او ټولنيزو چارو وزير کابو پنځه مياشتې وړاندې خبر داری ورکړی و چې که ددغو ستونزو د حل لپاره پلان جوړ نه شي، تر راتلونکو پنځو کلونو پورې به په افغانستان کې د وزګارو کسانو شمېر ۵ميليون تنو ته ورسېږي چې دا به خپله يو ستر کړکېچ وي.

د اجراييه رياست په خبرپاڼه کې د جزيياتو له ورکولو پرته راغلي چې په افغانستان کې د کار د نړيوال سازمان استازندويه دفتر( ILO) ناستې ته د کوچنيو صنايعو او سوداګرۍ د ودې پيل په اړه معلومات وړاندې کړل.

په خبرپاڼه کې ددغه سازمان د استازي له قوله ويل شوي چې يادې بېلګې په ډېری اسيايي او افريقايي هېوادونو کې مثبته پايله درلودلې ده، دغه پروګرام په مزار کې تطبيق شوی او په کابل کې به هم پيل شي.

عبدالله په دې ناسته کې د سوداګرۍ وزارت او سوداګرۍ او صنايعو خونې ته ويلي چې دغه بېلګه دې د اړتياوو او د کار بازار د ضروروتونو له مخې و ارزوي چې څنګه کولای شي د نورو هېوادونو له برياليو تجربو څخه اغېزمنه ګټه پورته کړای شي.

په ياده ناسته کې د هغو کسانو د استخدام طرحه چې د دوولسم يا څوارلسم ټولګيو تحصيلي سندونه لري، د ملکي خدمتونو ادارو په ۷ او ۸بستونو کې تر بحث او څېړنې لاندې ونيسي. اجراييه رييس ويلي چې دغه طرحه بايد د قانوني او عملي شرايطو په پام کې نيولو سره و ارزول شي.

2 تبصرې

  1. Yjetdd kapwji what is cialis generic tadalafil cheap cialis from india had at least inseparable disquieting psychiatrist in 2016 was 62

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: