عبدالله وایي، پر جنرال عبدالرازق باندې برید د افغانستان د دښمنانو له خوا شوی، چې د برید ځای او د برید نیت هم ورته څرګند دی. اجراییه رییس عبدالله عبدالله یادې څرګندونې کندهار ته د خپل سفر پر مهال کړې دي. هغه پرته له دې، چې د کومې ډلې یا هیواد نوم واخلي پر جنرال عبدالرازق برید پر افغانستان برید وباله او زیاته یې کړه چې پر جنرال بریدګر معلوم دي او پر دې ټول پوهېږي چې پر نوموړي برید چېرته طرحه، تنظیم او چا کړی دی. عبدالله د ناستې ګډونوالو ته په خطاب کې وویل، تاسې ډاډ اوسئ، چې دوی د دې پیښې څیړلو په اړه سرسري کار نه کوي، ځکه چې دا په افغانستان باندې یو تیری وو، معلوم وو، چې دښمنان یې څوک وو او پټنځای یې چېرته دی او څه غواړي. عبدالله دغه راز پر ټولو کندهار مېشتو غږ وکړ چې د شنبې ورځې په ټاکنو کې پراخ ګډون وکړي او د هېواد او خاورې دښمنانو ته وښیي چې دوی د ملت په منځ کې ځای نه لري. د یادونې ده، چې عبدالله نن د یو پلاوي په مشرۍ، د جنرال عبدالرازق کورنۍ سره د خواخوږۍ څرګندولو لپاره کندهار ولایت ته سفر کړی دی.
