دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ډاکټر عبدالله: وسله وال د ټاکنو د ګډ وډولو په هڅه کې ناکام شول

ډاکټر عبدالله: وسله وال د ټاکنو د ګډ وډولو په هڅه کې ناکام شول

وسله والو طالبانو په ټول توان هر اړخیزه هڅه وکړه چې ټاکنې ګډې وډې کړي خو بریالي نه شول. د ملي یووالي حکومت اجرایه رییس ډاکټر عبدالله عبدالله نن د وزیرانو شورا په غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، طالبان د ټاکنو په ګډوډولو کې ناکام شول او خلکو په یوه سخته مبارزه کې دا ثابته کړه، چې دوی ولسواکۍ ته ژمن دي د خپلې راتلونکې لپاره خپله رایه کاروي. دده په خبره طالبانو پر عامو وګړو د بریدونو او تاوتریخوالي په کولو سره ځانونه بریالي بولي خو په وینا یې دا بریا نه ده بلکې ددوی د راتلونکې لپاره تاریخي مختوری دی. هغه زیاته کړه، طالبانو د جنرال رازق د وژلو پړه هم پر غاړه واخیسته چې په دې توګه یې د افغانانو پر وړاندې یو نه بښل کېدونکی جنایت ترسره کړی دی. نوموړي همدا راز وویل، چې په ټاکنو کې د هېچا ملاتړی نه و او نه هم هغه ګنګوسې سمې دي چې ګواکي د ولسي جرګې څوکۍ مخکې له مخکې وېشل شوې دي. اجرایه رییس پر نړیوالو غږ وکړ، چې د دیموکراسۍ، سولې او امنیت په برخه کې د افغانانو ملاتړ وکړي او د ترهګرو پر ملاتړو هېوادونو فشار راوړي، څو ددغه پدېدې له ملاتړه لاس واخلي او په دې توګه په افغانستان کې روانو جګړو ته د پای ټکی کېښودل شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: