جمعه , اکتوبر 30 2020
کور / خبرونه / بين المللي / ډنمارک هېواد په اسلامي حجاب بندیز ولګاوه

ډنمارک هېواد په اسلامي حجاب بندیز ولګاوه

د ډنمارک پارلمان نن (پنجشنبه) په عامه ځایونو کې د ښځو د اسلامي حجاب په پر سرولو بندیز ولګاوه. اسلامي حجاب چې نقاب او برقه هم ورته ویل کېږي، د مسلمان شخص ټول مخ له سترګو پرته پټوي.
ای ایف پي خبري اژانس لیکي چې پارلمان په اویا رایو دغه قانون ومانه او د اګست میاشتې له لومړۍ نېټې به یې پلي کېدا پېل شي.
قانون کې ویل شوي که څوک په لومړي ځل دغه قانون مات کړي، نو ۱۰۰۰ ډنمارکي کرونه به جریمه کړل شي. ۱۰۰۰ کرونه ۱۵۶ امریکایي ډالر کېږي.
قانون کې منل شوې، که چېرته دغه شخص په دویم ځل قانون ماتوي، نو لس زره کرونه به جریمه کړل شي.
د عدلیې وزیر سورن پېپ ویلي، زه فکر کوم نه چې ډنمارک کې به ډېر حجاب پر سر کوونکې وي، خو که چېرته تاسو دغه کار وکړئ، نو جریمه به شئ.
فرانسه لومړنی اروپایي هېواد و چې په ۲۰۱۱ ز کال کې یې په عامه ځایونو کې په حجاب بندیز لګولی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: