سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / ډنډپټان :د پاکستاني پوځ په پوستو کې افغان پوله ساتي مېشت شول

ډنډپټان :د پاکستاني پوځ په پوستو کې افغان پوله ساتي مېشت شول

د پكتيا د ډنډ پټان ولسوالۍ په انځرکي کنډو او ټوپ سر سيمو کې د پاکستاني پوځ لخوا جوړو شوو پوستو کې افغان سرحدي پولیس ځاى پر ځاى شول.

د پکتیا ولایت د رسنيو له دفتره خبریال ډاټ کام ته رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، يادې سيمې له تېرو درېيو کلونو راهيسې د وسله والو طالبانو په ولکه کې وې او د افغان امنيتي ځواکونو د نه شتون له كبله په کې پاکستاني پوځيانو پوستې جوړې کړې وې، چې د عملياتو په لړ كې د افغان حکومت تر ولکې لاندې راغلې.
سرچينه زياتوي، د سې شنبې او چهار شنبې په ورځو د افغان او پاکستاني خواوو ترمنځ له برياليو خبرو وروسته پاکستانيان دې ته چمتو شول، چې د ډيورنډ فرضي کرښې دې غاړې ته په انځرکي کنډو او ټوپ سر سيمو كې خپلې جوړې كړې پوستې افغان ځواکونو ته تسليم کړي.
د انځرکي کنډو سيمه جنوب ختيځ زون ته د وسله والو طالبانو تر ټولو لويه اکمالاتي لاره وه، چې د افغان ځواکونو په عملياتو کې وتړل شوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *