پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / ډونالډ ټرمپ انګلستان ته په ورتګ څخه وېره لري
<> on January 9, 2018 in Washington, DC.

ډونالډ ټرمپ انګلستان ته په ورتګ څخه وېره لري

راپورونه وايي چې ښايي لندن ته په ورتلو هلته د ټرمپ پر ضد لويې مظاهرې وشي. انډېپنډينټ رسنۍ لیکلي چې ټرمپ له دې وېرې هم خپل سفر لغوه کړی چې هلته به ورته ښه راغلاست و نه ویل شي.

ټرمپ راتلونکې میاشت لندن کې د امریکا د سفارت د نوې ودانۍ د پرانېستو له پاره سفر کاوه.

لندن د ټرمپ د ځینو پالیسیو مخالف دی. د فلسطین په اړه پرېکړه او په ایران د نویو بندیزو لګولو په ګډون د ټرمپ له څو نورو پرېکړه سره مخالفت کوي.

د لندن ښاروال صادق خان څو ځلې د انګلستان له لومړۍ وزیرې تیریزا می څخه غوښتنه کړې وه چې د ټرمپ د سفر مخه ونیسي او لندن ته د راتلو اجازه ور نه کړي.

تیرزا می د ټرمپ د هغه ټويټ مخالفت هم کړی و، په کوم کې چې ټرمپ په مسلمانانو نیوکه کړې وه.

د ټرمپ ځینې پرېکړې هم په ټولنیزو شبکو کې د انګلستان د اوسېدونکو له لوري غندل شوي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *