سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / ډونلډ ټرمپ دکړو فحشاتو پټولو لپاره ډالر کاروي

ډونلډ ټرمپ دکړو فحشاتو پټولو لپاره ډالر کاروي

د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ له ښځو سره په ناوړه چلند مشهور دی. د امریکا د ټاکنو له ترسره کېدو وړاندې او بیا سپينې ماڼۍ ته له ننوتو وروسته لسګونو ښځو پر هغه د جنسي ځورونو تورونه لګولي دي.

امریکايي رسنۍ وايي چې د ټاکنو له ترسره کېدو وړاندې د ټرمپ وکیل یوې فاحشې ته د چوپ پاتې کېدو له پاره سل زره ډالر ورکړي دي.

وال سټریټ ژورنال لیکي چې مایکل کوهن فاحشې سټیفني کلفرډ ته دغه پيسې هغه مهال ورکړې چې هغې غوښتل له ټرمپ سره د لیدنې کیسه عامه کړي؛ خو نیویارک ټایمز بیا لیکي چې کلفرډ د چوپ پاتې کېدو په اړه د پيسو  ترلاسه کول رد کړي دي.

راپورونه زیاتوي چې د ټرمپ او کلفرډ لیدنه هغه مهال شوې، کله چې د ټرمپ درېيمه مېرمن ملانیا حامله وه.

وال سټريټ ژورنال زیاتوي چې کلفرډ دغه پیسې د ۲۰۱۶ ز کال په اکتوبر کې ترلاسه کړي، کله چې هغې غوښتل د ای بي سي په یوه تلویزیوني پروګرام کې له ټرمپ سره له خپلې لیدنې پرده پورته کړي.

د سلیټ ګروپ مشر جیکب ویزبرګ وايي چې د یاد کال په اګست او اکتوبر میاشتو کې مې له کلفرډ سره څو مرکې کړي چې هغې په کې له ټرمپ سره لیدنه تایید کړې وه.

ویزبرګ وايي چې کلفرډ په مرکو کې ویلي وو چې د ټرمپ وکیل ورته د یو لک او دېرش زره ډالرو وړاندیز کړی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *