پنجشنبه , دسمبر 3 2020
کور / خبرونه / ډیري امریکایي پوځیان دتمریناتو په مهال د مرګ په خوب ویده شوي دي

ډیري امریکایي پوځیان دتمریناتو په مهال د مرګ په خوب ویده شوي دي

امريکايي چارواکي وايي، پر جګړې سربېره د دې هېواد د پوځيانو لپاره پوځي تمرینات هم مرګوني تمام شوي دي.

د امریکا د استازو د جرګې مشر پاول راین وايي په تېرو دوو کلونو کې ۱۸۹ امریکايي عسکر د تمریناتو پر مهال وژل شوي دي.

هغه وايي، په ۲۰۱۶ میلادي کال کې ۱۰۹ تنه او په ۲۰۱۷ میلادي کال کې ۸۰ تنه پوځیان د تمریناتو پر مهال وژل شوي.

د راین په خبره امريکايي عسکر د سختو پوځي تمریناتو او د وسلو د زړښت له امله د تمریناتو پر مهال له مرګ ژوبلې سره مخ کېږي.

دا په داسې حال کې دی چې امریکايي چارواکي په تېر میلادي کال کې په افغانستان کې د ۱۵ عسکرو او وړم کال د ۱۴ تنو د وژل کېدو پخلی کوي.

تر دې وړاندې هم امریکايي پوځي چارواکو د خپلو جنګي الوتکو په تړاو ویلي و، چې تر ټاکلي حد يې زرګونه ساعته ډېر پروازونه کړي، چې بیا جوړېدنې ته اړتیا لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: