دوشنبه , جنوري 25 2021
کور / خبرونه / پاکستان / ډیفنس:د بهرنیو عسکرو له وتلو سره سم به پاکستان له ترهګرو سره خپل ملاتړ ډېر کړي

ډیفنس:د بهرنیو عسکرو له وتلو سره سم به پاکستان له ترهګرو سره خپل ملاتړ ډېر کړي

د ستونزو له حل پرته د بهرنیو ځواکونو وتل د ټولې سیمې لپاره خطرناکې پایلې لري. د ډېفنس په نامه یوه بهرنۍ نشریه لیکي، په افغانستان کې یوازې د سیاسي مذاکراتو پر مټ روانه جګړه ختمېدلی شي او د جګړې له پای ته رسولو پرته د بهرنیو عسکرو وتل ستونزې جوړوي. سرچینه کاږي د بهرنیو عسکرو له وتلو سره سم به پاکستان له ترهګرو سره به خپل ملاتړ ډېر کړي او دغه ډله به وهڅوي چې ستر ښارونه ونیسي. په مطلب کې وړاندې راځي، طالبان دمګړی د ایران او روسیې ملاتړ هم له ځان سره لري نو ددوی په وسلو او ملاتړ ښايي خپلې جګړې پراخې کړي. ډېفنس په افغانستان کې دداعش موجودیت هم د هېواد د راتلونکې لپاره خطرناک بولي او زیاتوي، چې دغه ډله ښایي د ځواکونو تر وتلو وروسته پیاوړې شي، نو ټولې سیمې ته به خطرونه جوړ کړي. نشریه لیکي پورته ستونزو ته په کتو امریکا او ددوی بهرنیو ملاتړو ته په کار ده، چې خپله اوسنۍ تګلاره بدله کړي او ډېر تمرکز په افغانستان کې پر سیاسي حل وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: