چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ډیفنس ون:افغان جګړه تر ټولو اوږده جګړه شوه

ډیفنس ون:افغان جګړه تر ټولو اوږده جګړه شوه

د ډيفنس ون په نامه یوه بهرنۍ نشریه لیکي، افغان جګړه تر ټولو اوږده جګړه شوه او اوس ددې وخت دی چې دغه جګړه پای ته ورسول شي. د سرچینې په وینا د جګړې د پای ته رسولو لومړنۍ لار دا ده، چې یو لنډمهاله اوربند وشي او ښکېلې خواوې د خپلو ستونزو د حل په اړه مذاکرات پیل کړي. یاده نشریه لیکي په افغانستان کې د اختر په شپو کې اوربند بریالی و او دا ثابته شوه چې هلته سوله راتللی او اوربند رعایت کېدلی شي. سرچینه زیاتوي د افغان جګړې د حل یوازینۍ لار مذاکرات دي نو له همدې امله دې ته سخته اړتیا ده، چې اوربند وشي او په اساسي توګه د جګړې د ختمولو لپاره د سولې خبرې پيل شي. افغان حکومت تر اختر وروسته اوربند وغځاوه خو طالبانو دا پرېکړه رد کړه. وسله والو طالبانو ان پخپلو وروستیو څرګندونو کې د سولې لپاره پیل شوي حرکتونه امریکایي دسیسې بللې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: