یکشنبه , جنوري 24 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ډیلي مېل: افغان جګړې د افغانانو راتلونکی اندېښمن کړی دی

ډیلي مېل: افغان جګړې د افغانانو راتلونکی اندېښمن کړی دی

ډيلي مېل د یوه نړیوال بنسټ په حواله لیکي چې په افغانستان کې د راتلونکې لپاره د افغانانو ناهیلي تر بل هر وخت ډېره شوې ده. دغه بنسټ ګالپ نومېږي او په نړیواله کچه سروې او ټولپوښتنې کوي. ددغه بنسټ چارواکو ویلي چې دا ځل په افغانستان کې د افغانانو د هیله مندۍ کچه ۲،۷ ده په داسې حال کې چې دغه شمېره په ۲۰۱۶ کال کې ۵،۴ ته رسېده. یاد بنسټ وايي چې دغه سروې یې له نږدې زرو کسانو سره د مخامخ مرکې له لارې ترلاسه کړې ده. ګالپ وايي په افغانستان کې روانې جګړې، بریدونه، نا امنۍ، فساد، کمزوری حکومت او ورته ستونزې هغه لاملونه دي چې به افغانانو کې یې د ناهیلۍ کچه لوړه کړې ده. یاد بنسټ همدا راز وايي افغانستان د هغو هېوادونو په کتار کې دی چې د ناهیلۍ کچه پکې لوړه ده او د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د خلکو هیلې کمې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: