جمعه , فبروري 26 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ډیورنډ په نامنلې پوله تورخم باندی  افغانانو ته پرته له کمپیوټري اسنادو اجازه نه ورکول کېږي

ډیورنډ په نامنلې پوله تورخم باندی  افغانانو ته پرته له کمپیوټري اسنادو اجازه نه ورکول کېږي

پاکستان وایي له دې وروسته یوازې هغه افغانان له تورخم ور اوښتی شي، چې کامپیوټري پاسپورت او د پاکستان وېزه ولري. د پاکستان حکومت ویلي، د روانې میاشتې له ۳۱ مې نېټې وروسته پر دغه لاره تدابیر سختېږي او پاکستان ته د افغانانو په اوښتو کې به ځینې اقدامات پيل شي. د پاکستاني حکومت په خبره هر هغه افغانان چې پاکستان ته ځي، باید د افغانستان کمپیوټري پاسپورټ او د پاکستان وېزه ولري. په ورته وخت کې په خیبر پښتونخوا کې په تړاو خبرپاڼې خپرې کړې دي او مېشتو افغانانو ته یې ویلي، چې د تګ راتګ پر وخت دې خپل کمپیوټري پاسپورټ چې د پاکستان وېزه ولري ورسره ولري. له دې سره جوخت د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه وایي، چې افغان کډوال باید بېرته خپل هېواد ته ستانه شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *