جمعه , نوومبر 27 2020
کور / خبرونه / ډیورنډ پولې ته نږدې باجوړ ایجنسۍ کې پاکستاني پوځ سره خونړۍ جګړه شوې ده

ډیورنډ پولې ته نږدې باجوړ ایجنسۍ کې پاکستاني پوځ سره خونړۍ جګړه شوې ده

ټرایبل نیوز له سرچېنې د مالوماتو له مخې جګړه نن سهار د قبایلي سيمې باجوړ ایجنسۍ په سرحدي سېمه سالارزئ (مدک)کې تر سره شوې ده چې په ترڅ کې يې پاکستانیو امنیتي ځواکونو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

په ډاګه دې وي چې یاده جګړه هغه مهال رامنځته شوې ده کله چې پاکستاني پوځ غوښتل د ډیورنډ نا منلې کرښې افغان خاورې لورې ته حرکت وکړي چې په لاره کې د یو نا څاپي وسلوال برید سره مخ شول.

ټرایبل نیوز د نماینده د راپور له مخې یادې جګړې تر ډیره وخته دوام درلودو چې پکې د درنو او سپکو وسلو غږونه اوریدل کېدل او زیاتوي چې د یادې جګړې په پایله کې د پاکستان پوځ په شا تګ وکړو او د جګړې د میدان نه په تیښته بریالي شول.

هېره دې نه وي چې ټرایبل نیوز ته د یو نامالومه ځای څخه دپاکستانيو طالبانو ویاند محمد خراسانی د ټلیفون په کرښه د یادې جګړې په تړاو ادعا کړې چې یاد برید دوي پورې تړاو لري چې د جګړې په مهال یې پاکستانیو پوځیانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: