پنجشنبه , اکتوبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / ښایي افغانستان کې د امریکایي ځواکونومرګ ژوبله زیاته شي

ښایي افغانستان کې د امریکایي ځواکونومرګ ژوبله زیاته شي

په داسې حال کې چې د امریکا ولسمشر له وسله والو طالبانو سره د سولې مذاکراتو نه کولو خبره کوي، د یاد هېواد د دفاع وزارت وايي، ښايي له دې وروسته په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو تلفات لوړ شي.د امریکا متحدو ایالتونو د ګډو ځواکونو رئیس جنرال مک کنزي چې د پنټاګون په اونیزه خبري ناسته کې يې خبرې کولې وویل، واشنګټن افغان ځواکونو ته د سلا مشورې په موخه امریکایي ځواکونه د جګړې لومړۍ کرښې ته لېږي او دا کار ښايي د امریکايي سلاکارانو د تلفاتو شمېر زیات کړي.دا په داسې حال کې ده چې ټاکل شوې امریکا تر راتلونکو درېيو میاشتو له طالبانو سره د جګړې لپاره افغانستان ته زر نور امریکايي سرتېري راولېږي چې له مخې به یې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شمېر ۱۵ زرو ته ورسېږي.جنرال مک کنزي د پاکستان په خاوره کې د پوځي عملیاتو ترسره کول ردوي، خو وايي چې پاکستان دې د سویلي اسیا لپاره د امریکا د ستراتېژۍ په پلي کولو کې له واشنګټن سره همکاري وکړي.د امریکا دفاع وزارت په داسې حال کې افغانستان کې د خپلو پوځیانو د تلفاتو د ډيرېدو خبرداری ورکوي، چې وسله والو طالبانو په یوه تازه پیغام کې د امریکا ولسمشر ټرمپ ته ویلي، که چیرې زمونږ په خاوره جګړې ته ادامه ورکوئ؛ نو افغان ولس به هم په خپل ټول توان ستاسو سره جګړې او مقابلې ته ادامه ورکړي

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: