چهارشنبه , جنوري 27 2021
کور / خبرونه / پاکستان / ښایي افغان حکومت له پاکستانه ملا برادر وغواړي!

ښایي افغان حکومت له پاکستانه ملا برادر وغواړي!

افغان حکومت به راتلونکې اونۍ له پاکستان څخه وغواړي، څو ملا برادر افغانستان ته را ولیږي. ویل کیږي، چې ملا عبدالغني برادر د امریکا په غوښتنه د پاکستان له بند څخه ازاد شوی او ټاکل شوې ده چې راتلونکې اونۍ افغان حکومت له پاکستان څخه وغواړي، څو نوموړی افغانستان ته را ولیږي. ولسمشرۍ ماڼۍ په دې تړاو څه نه وايي، خو د سولې عالي شورا وایي هیله لري، چې د افغان سولې په مسئله کې ښکیل هیوادونه د سولې په تړاو مثبت او اغیزناک اقدامات وکړي. دا په داسې حال کې ده، چې پخواني ولسمشر حامد کرزي په مکرر ډول له پاکستان څخه غوښتي و، څو ملا برادر له بند څخه ازاد کړي، خو هغه مهال پاکستان د ملا برادر له ازادولو سره رضایت نه درلود. طالبان وایي چې ملا برادر له کومې معاملې پرته خوشی شوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: