یکشنبه , جنوري 24 2021
کور / خبرونه / افغانستان / ښایې سېکهان له افغانستان نه ووځي

ښایې سېکهان له افغانستان نه ووځي

په جلال اباد کې پر افغان-سیکهانو له ځانمرګي برید وروسته یو شمېر سیکانو ویلي دي چې ښايي له افغانستان څخه ووځي او هند ته ولاړ شي.
په دغه برید کې شاوخوا ۱۷ سیکهان ووژل شول، په وژل شویو کې ولسي جرګې ته یوازېنی سېک کاندید اوتار سېنګ خالصه هم شامل و.
د اوتار سينګ خالصه زوی نرېندر سنګ خالصه وايي، افغان هندوانو او سېکهانو په جلال اباد کې د وړمې ورځې په چاودنه کې خپل مشران له لاسه ورکړي او دوی بې سرپرسته شوي دي.
نرېندر سېنګ رسنيو ته ويلي: «په حقیقت کې موږ ټول مشران له لاسه ورکړل، نور موږ نه کوم ريیس او نه کوم مشر لرو، ټول دکانداران پاتې یو چې په ۱۰-۱۲ زره افغانیو کار کوو، نور دلته موږ ته څه نه ‎دي پاتې».
اوتار سنېګ خالصه د سېکهانو د ټولنې مشر او د ولسي جرګې راتلونکو ټاکنو ته د اهل هنودو يوازېنی نوماند و. دی د سېکهانو د ټولنې له مرستيال راجيټ سېنګ او ۱۷ نورو وژل شويو هندوانو سره يو ځای د جلال اباد د وړمې ورځې په چاودنه کې ووژل شو.
د جلال اباد تر برید وروسته اوس یو شمېر سیکهان په دې فکر کوي چې هند ته وکوچیږي. ځينو خو لا تر بريد وروسته په جلال اباد کې د هند کونسلګرۍ ته پناه وړې ده.
په جلال اباد کې د ټوکرو يوه پلورونکي بلدیف سینګ ویلي: «موږ ته دوې لارې پاتې دي: یا به هند ته ځو او یا به مسلمانان کېږو».
هند د نورو افغانانو خلاف افغان سیکهانو او هندوانو ته د اوږدې مودې لپاره ویزې ورکوي. د افغانستان لپاره د هند سفیر ویني کومار ويلي، افغان اهل هنود له کوم محدودیت پرته په هند کې ژوند کولی شي، خو په دې تړاو وروستۍ پرېکړه به دوی خپله کوي.
ځینې داسې سیکهان هم شته چې وايي افغانستان یې خپل کور دی او دوی غواړي چې همدلته پاتې شي. په کابل کې یو مېشت سېک سندیپ سېنګ رویټرز ته ويلي: «موږ ډارن نه یو. افغانستان زموږ خپل کور دی او هېڅ چېرته هم نه ځو».
د هند سفارت ویلي وو چې چمتو دي د یو شمېر وژل شویو سیکانو جسدونه هند ته انتقال کړي، خو داسې ویل کېږي چې دا جسدونه ډېر سوځېدلي دي او د انتقال نه دي.
په جلال اباد کې د وړمې ورځې بريد چې پکې افغان اهل هنودو ته مرګ ژوبله واوښته پراخ غبرګونونه را پارولي او په پراخه کچه غندل شوی دی. د ملي يووالي حکومت اجرائیه ريیس عبدالله عبدالله پرون د وزیرانو شورا د غونډې له پیل مخکې پر اهل هنودو بريد ستر جنایت وباله او ويې ‌ویل چې د پېښې عاملین باید پیدا او ونیول شي.
په جلال اباد ښار کې د وړمې ورځې بريد په ټولنيزو رسنيو کې هم په پراخه توګه غندل شوی دی.
لیکوال مجیب احساس لیکلي: «د ننګرهار په چاودنه کې د افغان هندوانو او سېکهانو وژنې وښوده چې دا ناولې جګړه د مذهب نه، بلکې د انسانیت پر ضد جګړه ده».
د ننګرهار یو مدني فعال راحت ګل زیارمل وايي، افغان هندوان او سېکهان د افغانستان، په تېره بیا ننګرهار، رنګونه دي چې له ټولو محدودیتونو او نه‌ پاملرنې سره سره ‌يې له مسلمانانو سره همدردي لرلې ده.
دی وايي: «دوی زموږ لپاره دا خپل مذهب دومره نرم کړی و چې دوی په خپلو خاصو ورځو کې هم د مسلمانانو د مذهبي امورو لپاره په ارزښت قایل دي، همدا تېره روژه چې ګرمي زیاته وه، دوی به هر ماښام د خپل درمسال شاوخوا په مسلمانانو باندې اوبه، جوس او نور شیان وېشل، تېر کال چې په ۴۰۰ بستریز روغتون حمله وشوه، په سبا د دوی د هولي اختر و، خو دوی د غمشریکۍ په خاطر دا اختر جوړ نه ‎کړ».
زیارمل وايي، بې له شکه چې بريد به افغان هندوان او سېکهان وېرولي وي، خو افغان هندوانو او سېکهانو ورته ویلي چې دا ډول پېښې به له نورو افغانانو سره د دوی په راشه درشه او کلتوري اړیکو کې هېڅ ډول منفي بدلون رانه‌ ولي.
دا مهال په افغانستان کې د سېکانو شاوخوا ۳۰۰ کورنۍ ژوند کوي. رویټرز خبري اژانس ويلي په افغانستان کې د ۱۹۹۰ يمو کلونو تر جګړو د مخه شاوخوا ۲۵۰۰۰۰ افغان اهل هنودو په افغانستان کې ژوند کاوه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: