سه شنبه , اپریل 20 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / ښایي پاکستان د پاریس په ناسته کې د ترهګرو د ملاتړو په لېست کې شامل کړی

ښایي پاکستان د پاریس په ناسته کې د ترهګرو د ملاتړو په لېست کې شامل کړی

دافغانستان فاع وزرات وایي ښایي راتلوتکې اوونۍ د پاریس ناسته کې، پاکستان د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په لیست کې شامل شي. د افغان دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري وایي ښایي راتلونکي اوونۍ پاکستان د امریکا لخوا د ترهګرو د ملاتړو هېوادونو په لیست کې شامل شي او په دې سره به یاد هېواد له یوې نړیوالې انزوا سره مخامخ شي. په ورته وخت کې امریکا هم تایید کړې چې، په راتلونکې ناسته کې به د هغو هېوادونو پر وړاندې اقدامات وشي کوم چې، د ترهګرو ملاتړ کوي او په خپله خاوره کې یې ترهګرو ډلو ته پټنځایونه ورکړي دي. بلخوا د امریکا دفاع وزارت وایي دا سمه ده چې نړیواله ټولنه به په دې لیست کې د پاکستان د شاملیدو په اړه اندېښنې لري، خو تر اوسه دا مالومه نه ده چې د پاکستان نوم په دې لیست کې شته او کنه. افغان حکومت خپل ګاونډی پاکستان په سیمه کې د روان بحران یواځېنی لامل بولي. دا په داسې حال کې ده چې افغانستان او امریکا په وار وار له پاکستان نه د ترهګرو د ځپلو غوښتنه کړې خو یاد هېواد یې تر اوسه پر وړاندې هیڅ ډول اقدامات نه دي تر سره کړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *