دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / کابل:تیره میاشت ډیره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې ده

کابل:تیره میاشت ډیره مرګ ژوبله ملکي وګړو ته اوښتې ده

تېره مياشت د حکومت تر واک لاندې سيمو کې ملکي وګړو ته ډېره مرګ ژوبله اوښتې ده. د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ وايي، چې د هدفي وژنو تر څنګ دغه ځل ډېره مرګ ژوبله د حکومتي ځواکونو په ځمکنیو او هوايي بریدونو کې اوښتې ده، چې د خلکو اندېښنې يې را پارولې دي. د ملکي وګړو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ګروپ لخوا په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په ښارونو کې دننه د ولسي وګړو، مدني فعالانو، قومي مشرانو او خبريالانو تلفات د اندېښنې وړ دي. یاد ګروپ په خپل تازه مياشتني راپور کې ويلي، چې د افغانستان په ١٢ ولایتونو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په عملیاتو او هوايي بریدونو کې نږدې ١٢٣ ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده، چې د نورو میاشتو په پرتله نیم په نیمه ډېروالی ښیي. د يادونې ده، چې په دې وروستیو کې د افغان او بهرنیو ځواکونو په هوایي بریدونو کې ملکي مرګ ژوبله ډېره شوې چې یو ځل بیا یې د ولسي جرګې په ګډون د ډېریو افغانانو غبرګونونه را پارولي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *