باوري سرچینې وايي چې په دې وروستیو کې چې د امنیت شورا د سلاکار په مشرۍ کوم پلاوی د دويم ځل لپاره اسلام آباد ته لاړ، هلته پاکستاني چارواکو ډېر سپک او سوړ چلند ورسره کړی دی.
دغې سرچینې ویسا ورځپاڼې ته وویل چې افغان پلاوي د ملافضل الله د وژل کېدو په بدل کې له پاکستانه څه تمه درلوده، خو هغوی برعکس نورې غوښتنې کړې او داسې یې ښودلې ده چې د ملا فضل الله وژل د امریکایانو کار دی.
سرچینه وايي چې پاکستان له افغان پلاوي غوښتي چې د ډېورند فرضي کرښې په اوږدو کې د دوی د کټارو له جوړولو څخه باید افغان حکومت رسماً تائید وکړي. پر دې سربېره هغوی نورې غوښتنې هم کړې، چې افغان حکومت ته د ورسپارل شوي لېست له مخې د پاکستاني طالبانو وژل او یا نیول یې یوه له هغو ده. د دغه سپک او سوړ چلند اصلي لامل دا دی چې اصلاً پاکستان له امریکا سره معامله کړې او افغان حکومت په دې معامله کې شریک او طرف نه دی.
