پنجشنبه , اپریل 22 2021
تازه سر ټکي
کور / خبرونه / افغانستان / کابل دانټر کانټینینټل په برید کې امریکایان هم وژل شوي دي

کابل دانټر کانټینینټل په برید کې امریکایان هم وژل شوي دي

امریکا د بهرنیو چارو وزارت چارواکو اسوسییټيډ پرېس خبري اژانس ته ویلي چې د کابل په انټر کانټينینټل هوټل باندې برید کې امریکايانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

چارواکو د مرګ ژوبلې کره شمېره نه ده ورکړې؛ خو د افغانستان د کورنیو چارو وزارت بیا وايي چې ښايي درې تنه امریکایان په دغه برید کې وژل شوي وي.

هغه برید چې د شنبې ورځې په ماخوستن پېل شو د یکشنبې ورځې سهار شاوخوا دولس بجې پای ته ورسېد. افغان چارواکي وايي دغه برید کې ټول دوه ویشت تنه وژل شوي چې څوارلس يې بهرنیان او پاتې يې افغانان دي.

د برید پړه وسلوالو طالبانو منلې وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *