سه شنبه , سپتمبر 22 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کابل د خونړي ترهګریز برید وروستۍ راپور

کابل د خونړي ترهګریز برید وروستۍ راپور

نن ماسپښين نږدې دوه بجې د کابل د صدارت په څلور لارې کې د کورنیو چارو وزارت پخوانۍ ودانۍ ته نږدې یو سرتېری برید وشو چې د کورنیو چارو د وزارت په وینا څلوېښت تنه په کې وژل شوي او نږدې ۱۴۰ تنه نور په کې ټپيان شوي دي.

طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې برید د موټر په واسطه په دغه ځای کې په راټولو شویو پولیسو باندې شوی دی. مجاهد زیاته کړې چې اتیا پولیسو ته په کې مرګ-ژوبله اوښتې ده.

هغه لیکلي چې د چاودنې ځای کې عامو خلکو ته د تګ راتګ اجازه نه وه.

دا برید داسې مهال کېږي چې حکومت لا په کانټينینټل هوټل باندې د برید جزیات او څېړنه نه ده شریکه کړې.

وروستیو کې هېواد کې د ناامنیو پېښې ډېرې زیاتې شوي دي. یوه ورځ وړاندې جلال اباد کې داعش وسله والو د safe the childern په مؤسسې برید وکړ چې شپږ کسان په کې ووژل شول.

همداراز بېګا شپه په کندهار ښار او نن سهار هلمند ولایت کې هم دوه بریدونو کې مرګ-ژوبله رامنځته شوې ده.

ولسمشر غني په یوه اعلامیه کې د کابل نننۍ ورځې برید غندلی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: