اجراییه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله وایي افغانان د ترهګرۍ ضد جګړه کې له سیمه ییزو او نړیوالو ترهګرو سره جنګېږي او هغه کسان چې په افغانستان کې جنګېږي د ټولو یې مرکزونه په پاکستان کې دي. له سپیدار ماڼۍ نه په رالیږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې عبدالله دا څرګندونې د چک جمهوریت له دفاع وزیرې کارله سلکتووه سره پرون په سپیدار ماڼۍ کې د لیدنې پر مهال کړې دي. اجراییه رییس په اوسنیو شرایطو کې افغانستان ته د چک جمهوریت د دفاع وزیرې راتګ له افغانستان سره د یاد هېواد د همکاریو ژمنتیا وبلله. کاروله وویل چې هېواد یې له افغانستان سره د هر اړخیزو مرستو دوام ته ژمن دی. هغې زیاته کړه چې چک جمهوریت چمتو دی څو دغوڅ ملاتړ په چوکاټ کې نور سرتیري هم افغانستان ته را ولېږي.
