شنبه , سپتمبر 26 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کابل د ننې برید وروسته مالومات

کابل د ننې برید وروسته مالومات

نن سهار په پلازمېنه کابل کې یو شمېر وسله والو د مارشال محمد فهیم پر پوځي پوهنتون ډلییز برید پیل کړي.

د راپورونو له مخې، له سیمې څخه تر اوسه د ګڼ شمېر چاودنو غږونه اورېدل شوي او د امنیتي ځواکونو او بریدګرو ترمنځ نښتې لا هم دوام لري.

خو عیني شاهدان او د سیمې اوسېدونکي وایي وسله والو د ملي اردو اړوند د ۱۱۱ فرقې پر قومانداني برید کړي او نښتې لا هم روانې دي.

تر اوسه د برید مسئولیت کوم چا یا ډله په غاړه نه دی اخیستی.

د برید د تلفاتو په اړه تر اوسه کره معلومات په لاس کې نشته.

امنیتي چارواکو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: