سه شنبه , دسمبر 1 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کابل ولایت کې سرتیری برید شوی دی

کابل ولایت کې سرتیری برید شوی دی

د کابل ښار په شش درک سیمه کې نن سهار شاوخوا اته نیمې بجې یوه بریدگر د ملي امنیت د ۴۰ ریاست مخ ته په ځان پورې تړلو چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړې، چې له امله یې تر اوسه د یو کس وژل کېدل او د ۶ نورو ټپي کېدل تایید شوي.

د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد ویلي، چې دوی هم له برید څخه خبر شوي؛ خو د مرگ ژوبلې کره شمېر نه لري.

خو امنیتي سرچینو رسنیو ته ویلي، چې په دغه برید کې د ملي امنیت یو کارکوونکی وژل شوی او د ملکي وگړو او امنیتي کارکوونکو په گډون ۶ نور ټپیان شوي دي.

برید په داسې مهال شوی، چې امنیتي کسان خپل کار ځای ته ننوزي.

د کابل تر برید لږ مخکې د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې هم یو بریدگر چې له چاودیدونکو توکو په ډک موټر کې سپور و موخې ته له رسیدو وړاندې د امنیتي سرتیرو له لوري په نښه شو.

د کابل د برید مسوولیت چا نه دی منلی؛ خو د هلمند بیا طالبانو پر غاړه اخیستی او ویلي یې دي، چې په یاد موټر بم برید کې یې گڼو دولتي سرتیرو ته مرگ ژوبله اړولې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: