دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / کابل ولایت کې ۲۰۰ ښوونځي سر پناه نه لري

کابل ولایت کې ۲۰۰ ښوونځي سر پناه نه لري

د کابل ولایتي چارواکي وايي نږدې دوه سوه بابه ښوونځي يې لا هم ودانۍ نه لري. د کابل والي محمد یعقوب حیدري نن د ولسوالیو د پوهنې له مسؤلینو سره په غونډه کې د پوهنې اړوند ستونزې را برسېرې کړي. هغه وویل په پلازمېنه کابل کې ۱۶۲ بابه ښوونځي ودانیو ته اړتیا لري، ۳۵ ښوونځي بیا رغونې او ۶۳ نور کرایي کورونو ته اړتیا لري. همدارنګه هغه زیاته کړه چې په کابل کې ۴۷۲۷۸ ماشومان له زده کړو بې برخې دي او ګڼ ښوونځي مو د تجهیزاتو او کتابونو له جدي ستونزو سره مخ دي. د کابل والي دا هم وویل چې په ټول ولایت کې ۷۲۷ تعلیمي ادارې فعالې دي چې پکې ۳۳۴۰۰۰ تنه زده کوونکي په زده کړو بوخت دي. دا په داسې حال کې دی چې همدا روان کال د ګډ حکومت یو مشر محمد اشرف غني د پوهنې کال ونوماوه او ژمنه يې وکړه چې په ټول هېواد کې به ۶۰۰۰ نوي ښووڼځي جوړ کړي. محمد اشرف غني لکه د نورو ګڼو وعدو په څېر په دې برخه کې هم تر اوسه لا ناکام ښکاري. یاده دې وي کابل کې ګڼ دولتي ښوونځي نه یوازې دي چې د تجهیزاتو له کمښت سره مخ دي، د زده کړو له کیفیته يې هم وخت پر وخت اندېښنې په ډاګه شوې دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *