یکشنبه , سپتمبر 23 2018
کور / خبرونه / افغانستان / کابل چاودنې وروستی راپور:په چاودنه کې ۹تنه وژل شوي او ۵۹نور ټپيان دي

کابل چاودنې وروستی راپور:په چاودنه کې ۹تنه وژل شوي او ۵۹نور ټپيان دي

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش رسنیو ته وویل چې د کابل په دشت برچي سیمه کې د چاودنې له امله ۹ تنه وژل شوي او ۵۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

نن شاوخوا لس بجې سهار د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې د دشتي برچي په سیمه کې چاودنه وشوه چې له امله یې یاده مرګ ژوبله را منځته شوه.

د کابل سرپرست امنیه قومندان محمد داود امین رسنیو ته وویل چې چاودنه د سرتیري بریدګر په واسطه را منځته شوې ده.

عیني شاهدانو د پيښې سمدستي وروسته وویل چې دوی د چاودنې په ځای کې زیات شمېر مړي او ټپیان ولیدل.

چاودنه د تذکرو د ویش او نوم لیکنې مرکز ته نیژدې شوې.

که ددغه چاودنې اصل هدف د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې مرکز وي، نو دا به په هیواد کې پر دغو مرکزونو باندي څلورم برید وي. لومړی درې بریدونه په غور، ننګرهار او بادغیس کې تر سره شوي دي چې له امله یې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

طالبانو په دغو بریدونو کې د لاس لرلو څخه انکار کړی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *