کابل ښار ته د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پلاوی پرون ناوخته راورسيد. ځينې افغان چارواکي وايي، د امنیت شورا دغه پلاوی به پر امنیتي وضعیت خبرې وکړي او ښايي افغان چارواکي ورته د پاکستان په اړه هم شکایتونه وړاندې کړي. د ولسي جرګې غړی، صالح محمد صالح وايي، د امنیت شورا دا پلاوی چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې نیکې هیلې هم يې برخه واله ده، باید د روانې جګړې په برخه کې د حکومت مرسته وکړي. ځينې شنونکي د امنیت شورا راتګ، د حکومت د کمزوري وضعیت د ښه کېدو لپاره بولي. د کابل پوهنتون استاد او سیاسي کارپوه فیض محمد ځلاند نړۍ نیوز ته ويلي، حکومت په فساد کې ښکېل، د سولې په برخه کې له ننګونو سره مخ دي، غواړي د امنیت شورا ملاتړ تر لاسه کړي. ارګ او اجراییه ریاست تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ويلي، خو د امنیت شورا دوره يي مشر خیرات عمروف وړاندې ویلی و، چې دغه پلاوی به د روانې جګړې، نشه يي توکو او سولې اړوند خبرې وکړي. امنیت شورا د ټرمپ د ستراتېژۍ له اعلان وروسته دغه پلاوی لېږي، چې په تېرو اوو کلونو کې لومړی پلاوی بلل کېږي.
