شنبه , مارچ 6 2021
کور / خبرونه / افغانستان / کابل ښار کې دوه پولیس وژل شوي دي

کابل ښار کې دوه پولیس وژل شوي دي

امنیتي چارواکي وایي، چې د کابل ښار د اوومې حوزې اړوند سیمه کې ناپېژاندو وسله والو دوه پولیس وژلي دي. د کابل د امینه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي ویلي، چې یاده پېښه تېر ماښام د کابل په دوغ اباد سیمه کې رامنځته شوې ده. سرچینې زیاته کړې، وژل شوي پولیس هغه مهال د ناپېژاندو وسله والو تر برید لاندې راغلل چې پلې پر ګزمه بوخت وو. د ستانکزي په خبره، د وسله والو په برید کې لومړی یاد پولیس ټپيان شوي، خو روغتون کې یې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړې ده. هغه وویل، په دې اړه یې څېړنې پیل کړې دي، خو تر اوسه یې د پېښې په تړاو څوک نه دي نیولي. د برید پړه هم تر اوسه کومې ډلې نه پر غاړه نه ده اخیستې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *