شنبه , اکتوبر 24 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کابل ښار کې د چاودنې غږ اوریدل شوی دی

کابل ښار کې د چاودنې غږ اوریدل شوی دی

نن د غرمې وروسته د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې له مربوطاتو څخه یې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

د راپورونو له مخې، پیښه د کابل ښار د کمپني سیمې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

د چاودنې نوعیت او احتمالي تلفاتو په اړه کره معلومات په لاس کې نشته.

په همدې حال کې یوه امنیتي سرچینه وایي، د کمپني په سیمه کې د مقناطیسي ماین د چاودنې له امله لږ تر لږه درې کسان ټپیان شوي.

سرچینه زیاتوي، چې چاودنه د پولیسو پر یوه موټر شوی او په ترڅ کې یې د دوو پولیس سرتېرو په ګډون درې کسان تپیان شوي دي.

تر اوسه کوم چا یا ډله د چاودنې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: