په پلازمېنه کابل کې د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکي وایي هغه درې کسه نیولي چې په کابل ښار کې يې یوه ملکي وګړی په دار ځړولي و.
چارواکي زیاتوي، چې د عنایت الله په نوم یو تن د ثور میاشتې په ۲۹ مه نیټه د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې په یوه حویلي کې یې د نامعلومو کسانو له خوا په دار ځړول شوی.
د چارواکو په وینا، د امنیتي ځواکونو د هلو ځلو په پایله کې یې درې تنه د قضیې په تړاو نیول شوي چې په خپلو جرمونو اعتراف هم کړی دی.
نیول شویو کسانو پولیسو ته ویلي، چې ایران ته د سفر زمینه د برابرولو په بهانه له عنایت الله څخه پیسې ترلاسه کړي او وروسته په دار ځړولی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د کابل په ګډون د هېواد په یو شمېر مهمو ولایتونو او ښارونو کې په جنایي پیښو کې د پام ړو زیاتوالی راغلی دی.
تېره اوونی هم په کابل ښار کې یې د رېیو کسانو د قتل په تړاو یو تن د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوی و.
د کابل د امنیه قومانداني چارواکي وایي، درې کسان هر یو لعل محمد، ماه ګل، او سیف الرحمن د سرطان میاشتې په ۳ مه نیټه د کابل د هود خېلو په سیمه کې د رحمن د محمدا جان زوی له خوا وژل شوي وو.
چارواکي زیاتوي، چې رحمن د دغو درېیو کسانو له وژلو وروسته له سیمې څخه تښتیدلی و خو د امنیتي ځواکونو د هلو ځلو په پایله کې د ثور میاشتې په ۲۴ مه نیټه د کابل ښار له نهمې امنیتي حوزې څخه ونیول شو.