پلازمېنه کابل کې امنیتتی چارواکي وایي د کابل ښار د لسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د چاودنې له امله څلور کسان ټپیان شوي.
د کابل د امنیې قوماندانی ویاند حشمت الله ستانکزي وایي پیښه د کابل ښار په شیرپور سیمه کې د یکشبنې په ماښام شاوخوا ۷ بجې رامنځته شوې ده.
نوموړی زیاته کړه، چې په یوه هایلکس موټر کې د ځای پر ځای شوی مقناطیسي ماین د چاودنې له امله څلور کسان ټپیان شوي.
تر اوسه کوم چا یا ډله د چاودنې مسئولیت په غاړه نه دی اخیستی.
د یادونې وړ ده چې د دولت ضد وسله والې ډلې په دې وروستیو کې د هېواد په یو شمېر مهمو ولایتونو او ښارونو کې یې خپلو بریدونو زور ورکړی دی.
تېره اوونی د کابل ښار په خواجه بغرا سیمه کې د ناڅرګندو وسله والو په برید کې د هوایي قول اردو دوه منسوبین ووژل شول.
تر دې مخکې هم د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې د حکومت او امنیتي بنسټونو پر چارواکو بریدونه شوي.