دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / کابل کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکز تړل شوی دی

کابل کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکز تړل شوی دی

اعتراض کوونکو د کابل ښار د خیرخانې په سیمه کې د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش مرکز تړلی دی. اعتراض کوونکي وايي تر هغه به دا مرکز تړلی وي، چې ددوی غوښتنې نه وي منل شوې. دوی د نوملیکنې ددغه مرکز شاوخوا بېنرونه ټينګ کړي دي او ځينې کسان ددغه مرکز مخې ته ناست دي، دوی وايي چې دغه پېژندپاڼې قانوني حیثیت نه لري او باید ددوی غوښتنو ته پکې پام وشي. تر دې وړاندې هم دغه ډول لاریونونه شوي دي او ځينو خلکو په پېژندپاڼه کې د افغان کلیمې له لیکلو سره حساسیت ښودلی دی. په هېواد کې بیا میلیونونه وګړي ددغه پېژندپاڼو د وېش غوښتنه کوي او ددې پروسې مخالفین ډېر محدود شمېر کسان بولي. دمګړی د کابل ښار په څو برخو کې د برېښنایي پېژندپاڼو د وېش لړۍ پیل شوې ده او هره ورځ سلګونه کسان دغو مرکزونو ته د خپلو پېژندپاڼو د اخیستلو په موخه ورځي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *