جمعه , دسمبر 4 2020
کور / خبرونه / افغانستان / کابل کې د شنبې ورځې برید پاکستان کې میشته حقاني شبکې طراحي کړی وو

کابل کې د شنبې ورځې برید پاکستان کې میشته حقاني شبکې طراحي کړی وو

د امریکا پوځ وايي په کابل کې د شنبې ورځې برید حقاني شبکې کړی دی. په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو ویاند تام گرسبک له رسنیو سره په خبرو کې ویلي، دوی باوري دي چې په کابل کې د شنبې ورځې برید حقاني شبکې طراحي کړی و او ددغه شبکې له لوري تر سره شوی دی. په کابل کې دشنبې ورځې په برید کې تر ۳۰۰ ډېرو ملکي افغانانو ته مرګ ژوبله واوښته. ددغه برید مسوولیت طالبانو په غاړه واخیست. خو په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي محمود صیقل هم له رویټرز سره په خبرو کې ویلي، چې طالبان په یوازې ځان ددومره پېچلو بریدونو د تر سره کولو توان نه لري. دده په وینا په سیمه کې د افغانستان د دښمنانانو داسې کړۍ شته چې له دغه ډلې سره مرسته کوي او د ورته خطرناکو او خونړیو بریدونو زمینه ورته برابروي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

%d bloggers like this: