دوشنبه , مارچ 1 2021
کور / خبرونه / افغانستان / کابل کې د غلو او پولیسو تر منځ نښته کې مرګ ژوبله

کابل کې د غلو او پولیسو تر منځ نښته کې مرګ ژوبله

په پلازمینې کابل ښار کې د وسله والو غلو او امنیتي ځواکونو ترمنځ د نښتې په ترڅ کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې ریاست وایي، د وسله والو غلو او پولیس ترمنځ نښتې د کابل ښار د پنځه لسمې امنیتي حوزې به مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.

سرچینه زیاتوي، چې پرون شنبه شاوخوا ۲:۳۰ بجې د پولیس ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو غلو او پولیسو ترمنځ نښتې شوې چې په ترڅ کې یو غل وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې ریاست په وینا، د نښتې په ترڅ کې دوه پولیس منسوبین هم ټپیان شوي دي.

امنیتي سرچینې وایي، یاد ډله د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې په وسله والو غلاوو بوخت وو.

د عملیاتو په پایله کې بېلا بېلې وسلې او یوه عراده موټر هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

په همدې حال کې د جنایي جرمونو په وړاندې د مبارزې ریاست وایي، د یاد ډلې لس غړي څو موده وړاندې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې نیول شوی و.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *